د ط..البانو د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، تر اوسه ئې ۶۵ زره او ۱۵۴ راستنو سوو افغان کډوالو کورنیو ته د دایمي استوګني او کور جوړولو له پاره ځمکي سپارلي دي.
د دغه وزارت په وینا، د ځمکو د وېش بهیر لا هم د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي دوام لري او هڅه کوي، چي نوري راستنې سوي کورنۍ هم تر پوښښ لاندي راولي.
د ط..البانو د کور او ښار جوړولو وزارت زیاته کړې، چي د راستنېدونکو کډوالو د ځای پر ځای کولو له پاره ئې د افغانستان په ۲۹ ولایتونو کي ۶۰ ښارګوټي ځانګړي کړي دي.
د دغه وزارت په خبره، په ځینو ښارګوټو کي د ځمکو وېش روان دئ او په یو شمېر نورو کي تخنیکي او بنسټیزې چاري ترسره کېږي.
په ورته وخت کي بيا يو شمېر راستانه سوي کډوال د ط..البانو د يادي پروسې څخه شکایت کوي او په خبره ئې چي هغه کسان چي واسطه ولري ط..البان ځمکي ورکوي او بې واسطې کورنۍ ورته مياشتي مياشتي انتظار کوي.
هغوی د ځمکو د وېش په برخه کي د پوره شفافيت غوښتنه کوي.