د ط..البانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د پنج شنبې په ورځ ويلي

د ط..البانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د پنج شنبې په ورځ ويلي، چي په روانه اوونۍ کي ۱۶۷ د افغان کډوالو بنديان د پاکستان د زندانو څخه ازاد سوي او افغانستان ته راغلي دي‌.
ياد وزارت ويلي دغه افغان کډوال د پاکستان په بېلابېلو سيمو کي نيول سوي وو، چي د يوې ورځي څخه تر دوو مياشتو پوري د پاکستان په زندانو کي بنديان وو.
ياد وزارت ويلي چي دغه بنديان تر ازادېدو وروسته د کندهار د سپين بولدک دلاري افغانستان ته راغلي دي.