د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکوچارو وزارت د چهارشنبې په ورځ ويلي، چي د سې شنبې په ورځ د ايران او پاکستان څخه ۸۱۲ د افغان کډوالو کورنۍ چي د وګړو شمېر ئې ۴۲۱۴ تنه کېږي افغانستان ته راغلي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخي ۵۹۱ د افغان کډوالو کورنۍ د تورخم د لاري، ۱۵۵ کورنۍ د کندهار د سپين بولدک د لاري او ۸ کورنۍ د هلمند د بهرامچې د لاري د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي. دغه وزارت دغه راز ويلي، چي په همدې ورځ ۳۹ د افغان کډوالو کورنۍ د نيمروز د وريښمو پله د لاري او ۱۹ کورنۍ د هرات ولايت د اسلام کلا د لاري د ايران څخه افغانستان ته راغلي دي.
په ورته وخت کي د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ هم ویلي، چي هره ورځ زرګونه افغانان پاکستان پرېږدي او افغانستان ته ستنیږي. هغوی له بېسرپناهۍ، روغتیايي ستونزو او شدیدو اقتصادي مشکلاتو سره مخ دي.
یادي جبري ستنوني پرداسي مهال ادامه لري، چي افغانستان له سخت اقتصادي بحران، وچکالۍ، زلزلو، سېلابونو او د کډوالو د پراخ اخراج د څپو سره لاس او ګرېوان دئ؛ هغه ستونزي چي د ستنوونکو کورنیو ژوند ئې نورهم له ننګونو سره مخ کړی دئ.