د ط.. البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه د پنج شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د ط.. البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه د پنج شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د رواني اوونۍ په جريان کي د پاکستان د‌ زندانونو څخه ۴۸۵ د افغان کډوالو زندانيان ازاد سوي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه افغان کډوال په پاکستان کي د قانوني اسنادو د نه درلودلو له امله نيول سوي وو.
د خبرپاڼي په حواله چي دغه ازاد سوي کسان د کندهار د سپين بولدک او د‌ ننګرهار د تورخم د لاري افغانستان ته راغلي.