د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه د يکشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي

د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه د يکشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي تېره ورځ ۷۰۲ د افغان کډوالو کورنۍ چي د وګړو شمېر ئې ۳۰۹ تنه کېږي د پاکستان او ايران څخه افغانستان ته راغلي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي ۴۹۱ د افغان کډوالو کورنۍ د تورخم د لاري او ۶۷ کورنۍ د کندهار د سپين بولدک د لاري د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي.
د خبرپاڼي په حواله چي دغه افغان کډوال د پاکستان دولت په زور او جبر د خپلي خاوري څخه ايستلي او افغانستان ته راغلي دي.

د ياد وزارت په خبرپاڼه کي دغه راز ويل سوي، چي په همدې ورځ ۳۱ د افغان کډوالو کورنۍ د نيمروز ولايت د وريښمو پله د لاري او ۳ د افغان کډوالو کورنۍ د هرات ولايت د اسلام کلا د لاري د ايران څخه افغانستان ته راغلي دي.