د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د شنبې په ورځ خبر ورکړی، چي تېره ورځ د ايران او پاکستان څخه ۹۶۱ د افغان کډوالو کورنۍ، چي د وګړو شمېر ئې ۵۰۶۰ تنه کېږي افغانستان ته راغلي.
د ياد وزارت په وينا، چي ۷۶۵ د افغان کډوالو کورنۍ د تورخم د لاري او ۸۵ کورنۍ د کندهار د سپين بولدک د لاري د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي.
د ياد وزارت په خبره چي دغه افغان کډوال د پاکستان دولت په زور او جبر د خپلي خاوري څخه شړلي او افغانستان ته راغلي دي.
په ورته وخت کي د ط..البانو دغه وزارت ويلي، چي په همدې ورځ ۸۶ کورنۍ د نيمروز ولايت د وريښمو پله د لاري او ۲۴ کورنۍ د هرات د اسلام کلا د لاري د ايران څخه افغانستان ته راغلي.