د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چي په تېره اوونۍ کي ئې پر ۹۳۵۷ راستنو سوو کورنیو باندي د کورونو له پاره ځمکي تقسيم کړي دي.
دغه وزارت ويلي، چي دغه ځمکي ئې په ننګرهار، لغمان، زابل، فراه، بامیان، سرپل، سمنګان، بلخ، جوزجان، کندوز او غزني ولایتونو کي ورکړي دي.
ط.. البانو دغه خبر پر داسي مهال ورکړی، چي د ګاونډيو هيوادونو څخه راستانه سوي افغان کډوال شکایت کوي، چي د سرپناه ځايونه نه لري او تر شنه اسمان لاندي شپې او ورځي سبا کوي، هغوی له ط..البانو څخه د سرپناه او نورو اړينو خدماتو غوښتنه کوي.