د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه د پنج شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه د پنج شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د‌ چهارشنبې په ورځ ۹۵۵ د افغان کډوالو کورنۍ، چي د وګړو شمېر ئې ۵۱۰۲ تنه کېږي د پاکستان او ايران څخه افغانستان ته راغلي دي.
په ياده خبرپاڼه کي ويل سوي، چي ۷۵۹ د افغان کډوالو کورنۍ د تورخم د لاري، ۱۱۵ کورنۍ د کندهار د سپين بولدک او د ۳۳ کورنۍ د هلمند د بهرامچې د لاري د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي دي.
د خبرپاڼي په حواله چي دغه افغان کډوال پاکستان په زور او جبر د خپلي خاوري څخه ايستلي دي.

په خبرپاڼه کي ليکل سوي چي په همدې ورځ د نيمروز د وريښمو پله د‌ لاري ۴۶ کورنۍ او ۳۳ کورنۍ د هرات د اسلام کلا د لاري د ايران څخه افغانستان ته راغلي.