د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي د دوشنبې په ورځ ۶۵ د افغان کډوالو کورنۍ د ايران او پاکستان څخه افغانستان ته راغلي.
خبرپاڼه ليکي، چي ۱۹ د افغان کډوالو کورنۍ د هرات د اسلام کلا د لاري او ۳۱ کورنۍ د نيمروز د وريمښو پله د لاري د ايران څخه افغانستان ته راغلي.
دغه خبرپاڼه ليکي، چي په همدې ورځ ۱۵ د افغان کډوالو کورنۍ د سپين بولدک د لاري د پاکستان څخه کندهار ته راغلي دي.