د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي

د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي د يکشنبې په ورځ ۷۵ د افغان کډوالو کورنۍ د ايران او پاکستان څخه افغانستان ته راغلي.
خبرپاڼه ليکي، چي ۱۵ د افغان کډوالو کورنۍ د هرات د اسلام کلا د لاري او ۳۸ کورنۍ د نيمروز د وريمښو پله د لاري د ايران څخه افغانستان ته راغلي.
دغه خبرپاڼه ليکي، چي په همدې ورځ ۲۲ د افغان کډوالو کورنۍ د سپين بولدک د لاري د پاکستان څخه کندهار ته راغلي دي.