د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه د یکشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه د یکشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د شنبې په ورځ ۶۲۶ د افغان کډوالو کورنۍ د پاکستان او ايران څخه افغانستان ته راغلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د پاکستان څخه راغلي افغان کډوالو د پاکستان دولت د اسنادو نه موجوديت له امله په زور او جبر د خپلي خاوري څخه شړلي دي او افغانستان ته راغلي.
د ط..البانو په دغه خبرپاڼه کي ويل سوي، چي ۴۴۶ د افغان کډوالو کورنۍ د تورخم د لاري او ۱۰۸ د افغان کډوالو کورنۍ د کندهار د سپين بولدک د لاري د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي دي.

خبرپاڼه دغه راز ليکي، چي ۶۶ کورنۍ د نيمروز د وريښمو پله د لاري او ۶ کورنۍ د هرات د اسلام کلا د لاري د ايران څخه افغانستان ته راغلي دي.