د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه د دوشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د يکشنبې په ورځ ۸۳۲ د افغان کډوالو کورنۍ د پاکستان او ايران څخه افغانستان ته راغلي دي.
په ياده خبرپاڼه کي ويل سوي، چي ۷۰۵ د افغان کډوالو کورنۍ د تورخم د لاري، ۶۹ کورنۍ د کندهار د سپين بولدک او ۳ کورنۍ د هلمند د بهرامچې د لاري د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي دي.
د خبرپاڼي په حواله چي دغه افغان کډوال پاکستان په زور او جبر د خپلي خاوري څخه ايستلي دي.
په خبرپاڼه کي ليکل سوي چي په همدې ورځ د نيمروز د وريښمو پله د لاري ۴۹ کورنۍ او ۱۵ کورنۍ د هرات د اسلام کلا د لاري د ايران څخه افغانستان ته راغلي.
دا په داسي حال کي ده، چي تازه راغلي افغان کډوال د ژمي په دا ساړه موسم کي د سرپناه، خوراکي توکو او نورو اسانتياوو د نه موجوديت څخه شکایت کوي.