د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه د پنج شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي

د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه د پنج شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي د چهارشنبې په ورځ ۳۱۸۲ افغان کډوال د ايران او پاکستان څخه افغانستان ته راغلي دي.
په ياده خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي ۲۶ افغان کډوال د اسلام کلا د لاري او ۷۸ افغان کډوال د وريښمو پله د لاري د ايران څخه افغانستان ته راغلي دي.
خبرپاڼه دغه راز ليکي، چي ۲۷۰۶ افغان کډوال د تورخم د لاري، ۱۳۴ کسان د سپين بولدک دلاري او ۱۳۸ کسان د هلمند بهرامچې د لاري د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي دي.

بايد وويل سي، چي په ۲۰۲۵ ميلادي کال کي له ايران او پاکستان څخه ۲.۸ ميليونه افغان کډوال افغانستان ته راغلي دي.