د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسئولينو د چهار شنبې په ورځ ويلي چي د سې شنبې په ورځ د پاکستان او ايران

د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسئولينو د چهار شنبې په ورځ ويلي چي د سې شنبې په ورځ د پاکستان او ايران څخه ۶۲۴ د افغان کډوالو کورنۍ افغانستان ته راغلي دي.
د‌ هغوی په خبره، چي ۵۳۴ کورنۍ د تورخم د‌ لاري او ۵۶ کورنۍ د‌ کندهار د سپين بولدک د لاري د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي.
د ط..البانو په خبره چي دغه افغان کډوال پاکستان په زور او جبر د خپلي خاوري څخه ايستلي او افغانستان ته راغلي دي.

دغه راز هغوی زياتوي،چي په ياده ورځ ۱۹ کورنۍ د نيمروز د وريښمو پله د لاري او ۱۵ کورنۍ د هرات د اسلام کلا د لاري د ايران څخه افغانستان ته راغلي.