د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د تېري يوې اوونۍ په جريان کي ۶۰۴ تنه افغان کډوال د پاکستان د بېلابېلو زندانونو څخه ازاد سوي، د سپين بولدک او تورخم د لارو څخه افغانستان ته راغلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه کسانو د څه مودې راهيسي د پاکستان په زندانونو کي بنديان وو.
دغه افغان کډوال د پاکستان د دولت له خوا د قانوني اسنادو د نه درلودلو له امله نيول سوي وو.