د ط.. البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ ويلي، چي تېره ورځ د ایران او پاکستان څخه ۱۲۸ د افغان کډوالو کورنۍ، چي د وګړو شمېر ئې ۵۷۵ تنه کېږي په جبري توګه افغانستان ته راغلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، ۴۶ د افغان کډوالو کورنۍ د ننګرهار د تورخم د لاري او ۳۲ کورنۍ د کندهار د سپین بولدک د لاري د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي دي.
خبرپاڼه ليکي، چي په همدې ورځ ۳۱ د افغان کډوالو کورنۍ د نيمروز ولايت د وريښمو پله د لاري او ۱۹ کورنۍ د هرات ولايت د اسلام کلا له لاري د ايران څخه افغانستان ته راغلي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه افغان کډوال پاکستان او ايران په جبري ډول د خپلي خاوري څخه ايستلي دي.