د ط..البانو د کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت څخه د پنج شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په تېره اوونۍ کي ۷۵ تنه افغان کډوال د پاکستان د زندانونو څخه ازاد سوي او د سپين بولدک د لاري کندهار ته راغلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه افغان کډوال د يوې ورځي څخه تر دوو مياشتو پوري د پاکستان په زندانونو کي بنديان وو.
دغه افغان کډوال د پاکستان دولت د اوسېدولو د قانوني اسنادو د نه موجوديت له امله نيولي وو.
بايد وويل سي چي پاکستان هره ورځ زرګونه افغان کډوال په زور او جبر د خپلي خاوري څخه باسي او افغانستان ته ئې لېږي.