د ط..البانو ستري محکمې د دوشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي په خوست ولايت کي ئې ۳۶ کسانو ته په عام محضر کي بدني سزا ورکړې ده.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه کسان ئې د نشه يي توکو د قاچاق او نامشروع اړيکو په تور په دورو وهلي دي.
د خبرپاڼي په حواله چي دغه کسان ئې په عام محضر کي ۳۹ دورې وهلي او د يوه کال څخه تر دووکلنو پوري ئې د تنفيذي بند سزا ورکړې.
بايد وويل سي، چي په دې وروستيو کي د ط..البانو له خوا په عام محضر کي بدني سزاوي زياتي سوي دي.