د ط.. البانو ستري محکمې ويلي، چي د دوشنبې په ورځ ئې په بادغيس او پکتيا ولايتونو کي درې کسان په عام محضر کي په دورو وهلي.
د يادي محکمې په خبره، چي په پکتيا ولايت کي ئې يو کس د قتل د ګواښ او دوه تنه ئې په بادغيس کي د روژې خوړلو په تور په عام محضر کي د ۱۰ څخه تر ۲۰ پوري په دورو وهلي.
دغي محکمې ويلي، چي يادو کسانو ته ئې د تنفيذي بند سزا هم ورکړې.
بايد وويل سي، چي په دې وروستيو کي د ط.. البانو له خوا په عام محضر کي بدني سزاوي زياتي سوي دي.