د ط.. البانو ستري محکمې ويلي

د ط.. البانو ستري محکمې ويلي، چي د شنبې په ورځ ئې په کابل کي ۱۶ کسان د نشه يي توکو د قاچاق او خرڅولو په تور په عام محضر کي په دورو وهلي.
د يادي محکمې په وينا چي دغه کسان ئې د ۲۵ څخه تر ۳۰ پوري په دورو وهلي او د اوو مياشتو څخه تر درې نيمو کالو پوري ئې د تنفيذي بند سزا ورکړې ده.
بايد وويل سي، چي په دې وروستيو کي د ط..البانو له خوا په عام محضر کي بدني سزاوي زياتي سوي، چي د بشر حقونو سازمانونه ئې د درولو غوښتنه کوي.