د ط..البانو ستري محکمې په خپره سوې اعلامیه کي ویلي، چي په مرکز کابل کي ئې ۱۵ کسان د يکشنبې په ورځ د نشه يي توکو د خرڅ او کارو بار په تور په عام محضر د ۱۰ څخه تر ۲۰ پوري په دورو وهلي دي.
د خبرپاڼي په حواله چي دغه کسان ئې د ۷ مياشتو څخه تر دوو کلنو پوري په تنفيذي بند سزا هم محکوم کړي.
بايد وويل سي چي په همدې ورځ ط..البانو په هلمند کي هم دوه کسان د نامشروع اړيکو په تور په عام محضر کي په دورو وهلي.