د ط..البانو مشر م.لا هيب..ت الله د لوی اختر په مناسبت په خپاره سوي پيغام کښي د خپل لاس لاندي کسانو ته امر کړی دئ، چي خپل کارونو ته متوجې اوسئ او يو دبل په کارونو کښي لاسوهنه مه کوئ.
هغه د لوی اختر په پيغام کښي ويلي دي، چي د امير د فرمانونو اطاعت وکړئ او د امير امر منل واجب دئ که ئې و نه منئ د ګناه مرتکب کېږئ.
هغه وايي، چي مسؤلين دي د خپلو مراجعينو پر مخ دي دروازې نه تړي او د هغوی خدمت دي وکړي. هغه وايي چي په خدمت کښي دي غفلت نه کېږي، ځکه غفلت عذر نه بلل کېږي.
د ط..البانو مشر دغه راز د اختر په دغه پيغام کښي ويلي دي، چي دکډوالو ادارې دي د راغلو کډوالو خدمت په سم ډول وکړي. نوموړي همدارنګه ويلي دي، چي نظام د پلار او کفيل په شان دئ.
هغه په دغه پيغام کښي د محصلانو او زده کوونکو څخه غوښتنه کړې ده، چي خپلو زده کړو ته دي پاملرنه زياته کړي.
بايد وويل سي، چي د ط..البانو مشر د امير د اطاعت او يو د بل په کارونو کښي د لاسوهني خبري پر داسي مهال کوي، چي د ط..البانو د مشرانو ترمنځ اختلافات زيات سوي.
د ط..البان په نظام کښي داخل د هيواد څخه بهر د جه.اد د کولو پر سره هم اختلافات اوج ته رسېدلي، ځني ط..البان وايي، چي د هيواد څخه بهر جه.اد کول د خپل امير بې اجازې جواز نه لري، خو ځني بيا وايي، چي د افغانستان څخه بهر جه.اد کول فرض دي.