د ط..البانو مشر م.لا هب.ت‌الله په کندهار کي د دیني عالمانو، د لوړو زده‌کړو وزارت له مسئولینو

د ط..البانو مشر م.لا هب.ت‌الله په کندهار کي د دیني عالمانو، د لوړو زده‌کړو وزارت له مسئولینو، د دیني مدرسو او دولتي پوهنتونونو له رئیسانو سره په لیدنه کي د ط..البانو د نظام د ټینګښت له پاره د خپلو لیکو پر یووالي، اطاعت او همغږۍ د ټینګار ترڅنګ له هغوی غوښتي چي د خپلو مسئولیتونو په ترسره کولو کي جدي واوسي.
د ط..البانو د حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په وینا، هب.ت‌الله ویلي چي د نظام د پیاوړتیا له پاره د چارواکو ترمنځ اتفاق او اطاعت مهم دئ او علما باید لومړی دغه اصول په خپلو کړنو کي عملي کړي.
هب.ت‌الله له علماوو غوښتي چي خلګو ته دیني مسایل روښانه او د شریعت په اړه پوهاوی ورکړئ.

د هغه په وینا، د علماوو دیني لارښووني او د حکومت اجراآت که په سمه توګه پر مخ ولاړ سي، د ټولني د اصلاح زمینه به برابره سي.
نوموړي علما د ټولني د زړه په توګه تشبیه کړي او ویلي ئې دي، چي د ټولني د اصلاح له پاره باید لومړی د دیني عالمانو او حکومتي مسئولینو په کچه اصلاح او همغږي رامنځته سي.
د ط..البانو مشر د پوهنتونونو له رئیسانو او استادانو هم غوښتي چي د محصلینو روزني ته ځانګړې پاملرنه وکړي او هغوی له مسلکي زده‌کړو ترڅنګ په دیني برخه کي‌ هم وروزي. هغه ویلي چي د نن ورځي محصلین به په راتلونکي کي د حکومت په بېلابېلو اجرایي برخو کي دندي ترسره کوي او د ډاکترانو، انجنیرانو او نورو مسلکي کسانو په توګه به د ټولني خدمت کوي.

د فطرت په خبره، د غونډي ګډونوالو له م.لا هب.ت‌الله سره خپل بیعت بیا تازه کړی او ژمنه ئې کړې، چي د ط..البانو د نظام د حاکمیت او ټینګښت له پاره به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.