د ط..البانو وياند ذبيح الله م.هاد وايي

د ط..البانو وياند ذبيح الله م.هاد وايي، چي په افغانستان کي د وروستیو سختو بارانونو او طبیعي پېښو له کبله ۶۱ کسان وژل سوي، ۱۱۶ نور ټپیان سوي او ۴ کسان لا هم ورک دي.
د هغه په وينا چي د يادو پېښو له امله ټولټال ۲۴۴۸ کورونه په بشپړ ډول ويجاړ سوي او يا هم نيمه زيانمن سوي دي.
م.جاهد همدارنګه زياتوي، چي شاوخوا ۲۶ زره او ۸۴۱ جریبه کرنیزه ځمکه ويجاړه سوې او ۱۰۴۵ څاروي هم تلف سوي دي.

دا زیانونه د هيواد په بېلابېلو ولایتونو کي رامنځ ته سوي، چي په کښي فراه، کندهار، هرات، لوګر، بادغیس، بغلان، ارزګان، غور، دایکندي، تخار، ننګرهار، هلمند، لغمان، زابل، پروان، کابل، بلخ، سرپل، نیمروز، سمنګان، پکتیا، غزني، کاپیسا، جوزجان او فاریاب شامل دي.
چارواکي وايي چي د زیانمنو سوو کسانو سره د مرستو رسولو هڅي رواني دي او هڅه کېږي چي د اغېزمنو کورنیو ستونزي ژر تر ژره حل سي.