د عامي روغتیا وزیر د کندهار په میرویس روغتون کي د ستونزو د حل ډاډ ورکړ

د عامي روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال له میرویس حوزوي روغتون څخه لیدنه کړې.
هغه د دغه روغتون د بېلابېلو څانګو او په یاد روغتون کي د بستر ناروغانو څخه د لیدني پر مهال د ناروغانو او کارکوونکو ستونزي اورېدلي او د حل ډاډ یې ورکړی.
ده زیاته کړې، چي د روغتون د خدماتو د کیفیت او روغتیایي کارکونکو د روزني او ظرفیت لوړوني برخي ته به ځانګړې پاملرنه وکړي.
څه موده وړاندي میرویس روغتون د درملو او روغتیايي وسایلو د نشتون سره مخ وو چي وروسته بودجه ورته وټاکل سوه.
د معلوماتو له مخي د دغه روغتون د کارکوونکو معاشات هم تر پخوا ۳۰ سلنه کم سوي او دوی یې د زیاتېدو غوښتنه کوي.