د عامې روغتیا وزارت وايي چي د افغانستان د کلیوالي سیمو ۷۲ سلنه نفوس لومړنیو او ثانوي روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري

دې وزارت په یوه راپورکي ویلي چي د هیواد له ۴۰۰ ولسوالیو څخه، یوازي ۹۳ یې روغتونونه لري.

د دې وزارت په خبره په کلیوالي سیمو کي د روغتونونو د نشتوالي له امله، ناروغان ډیری وختونه ان د کوچنیو روغتیايي ستونزو د درملنې لپاره ولایتي مرکزونو ته سفر کوي.

دې وزارت په لیري پرتو سیمو کي د روغتیایي خدماتو د پراخولو پراړتیا په ټینګار سره، ویلي چي د مشرتابه له خوا په ولسوالیو کي د ۳۱۸ روغتونونو د جوړولو لپاره بودیجه ځانګړې سوې او د قانوني او اداري پروسو له بشپړیدو وروسته به د دغو روغتونونو د جوړولو چاري پیل سي.