د عامې روغتیا وزارت: په هیواد کي موسمي ناروغۍ پر زیاتېدو دي

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان وايي، په هیواد کي موسمي ناروغۍ مخ پر زیاتېدو دي خو هغه يې په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
په کابل او ولایتونو کي ځيني کورنۍ وايي، چي د دوی په کوچنیانو کي د نس ناستي او زکام په ګډون بېلابېلي ناروغۍ ډیري سوي دي.
دوی وایي، سږکال ګرمي ډیره ده، خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي، په ډيری سیمو کي کوچنیان اسهال دي او خلک په خصوصي توګه ډاکټرانو ته مراجعه نه سي کولای.
د خلکو په خبره، موسمي ناروغۍ نه یوازي په کوچنیانو، بلکي په لویانو کي هم زیاتي سوي دي.
دا په داسي حال کي ده چي تر دې مخکي د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کي د کولرا د ګڼو پېښو راپور ورکړی وو.
دغه سازمان د جون پر ۱۹مه په یوه راپور کي ویلي وه چي د روان کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د مې تر ۲۶مې نیټې پوري په افغانستان کي د کولرا ٤٦ زره او ٧٥٨ پیښي ثبت سوي دي.