د عدلیې وزارت د شهید سردار محمد داود خان ښارګوټي د دولتي تثبیت کېدو خبر ورکړی

د عدلیې وزارت ځانګړي محکمې له لوري د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ اړوند د شهید سردار محمد داود خان ښارګوټي د دولتي تثبیت کېدو خبر ورکړی دی.
یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، چي د دولتي غصب سویو مځکو قضیو ته د رسېدني ځانګړي محکمې د پغمان ولسوالۍ په قرابل کلي کي چي د سردار محمد داوودخان په نوم یادیږي، پر ۵۵۶ جریبه مځکه باندي د ښارګوټي ټوله مځکه دولتي تثبیت کړې.
په خبرپاڼه کي دغه راز ویل سوي، چي د مځکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د یادي ساحې په بررسۍ سره، موضوع د شرعي او قانوني پریکړي لپاره اختصاصي محکمې ته استولې وه چي یادي محکمې د موجودو سندونو، دلایلو او شواهدو په دقیق او هر اړخیزي بررسۍ سره، یاد سوی ټول ښارګوټی دولتي تثبیت کړی.
د سرچیني د معلوماتو له مخي د دغه مځکي د قضیې مدعي علیه د محکمې په لړ کي داسي سندونه او مدارک وړاندي نه کړل چي ثابته کړي دا مځکه د افرادو شخصي ملکیت دی ځکه چي په وړاندي سویو ځینو سندونو کي جعل او تزویر ترسره سوی وو.