د عدلیې وزارت : که هرڅوک د شرعي قوانینوسره مخالفت وکړي محکمو ته به معرفي سي

د عدلیې وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کي ویلي چي د حکومت له خوا توشیح سوي قوانین سل په سلو کي شرعي قوانین دي او هیڅوک د دې حق نه لري چي په رسنیو او نورو عامو غونډو کي ددغو قوانینو مخالفت وکړي.

دغه وزارت ویلي چي پر توشیح سوي قوانینو باندي انتقاد پر شریعت باندي د نیوکي په توګه شمیري او د منتقدانو سره به له جدي چلند څخه کار واخیستل سي.

حکومت د بهرنیو هیوادونو د نیوکو په غبرګون کي ویلي چي که چیري کوم غیر مسلمان پر دغه قانون باندي خپل نظر څرګندوي یا ورباندي نیوکه کوي باید چي لومړی خپل ځان د اسلامي قوانینو څخه خبر کړي او اسلامي ارزښتونو ته درناوی وکړي.