د عمان د مينا الفحل نفتو صادراتي بندر د لنډمهالي ځنډ وروسته یو ځل بیا خپل عادي فعالیتونه پیل کړي دي

د عمان د مينا الفحل نفتو صادراتي بندر د لنډمهالي ځنډ وروسته یو ځل بیا خپل عادي فعالیتونه پیل کړي دي.
دغه بندر چي د عمان د خامو نفتو د لېږد تر ټولو مهم مرکز ګڼل کېږي، د تخنیکي او امنیتي ارزونو له بشپړېدو وروسته بېرته عملیاتي حالت ته راوګرځېد.
د یاد بندر فعالیتونه تر هغه وروسته درول سوي وو، چي د بارولو تاسیساتو ته نژدې یوه چاودنه رامنځته سوه.

که څه هم ځینو راپورونو د بې‌پیلوټه الوتکي د احتمالي برید یادونه کړې، خو عماني چارواکو تر اوسه د پېښي اصلي لامل په رسمي ډول نه دئ اعلان کړی.
چارواکي وایي، له ترسره سوو امنیتي پلټنو وروسته د نفتو د بارولو او صادراتو بهیر عادي سوی.