د غزني د ناوې او اجرستان ولسواليو اوسېدونکي د روغتيايي خدماتو د کمښت له امله پرط…البانو نيوکه کوي

د غزني د ناوي او اجرستان ولسواليو اوسېدونکي شکايت کوي، چي سېمه کي نږدي روغتيايي مرکزونه نسته؛ که موجود هم وي د نسايي او ولادي برخې ئې غير فعاله دي. د دې ولسوالۍ اوسېدونکي پر دولت باندي نيوکه کوي، چي دولت ئې له حالت څخه خبر دئ، خو بیا هم په اړوند برخه کي اقدام نه کوي.
دوی زیاتوي چي د ولسوالۍ په روغتيايي مرکزونو کي ښځينه ډاکټراني نه لري، د هغوی په خبره چي امېندواره ميرمني د ناروغۍ پرمهال په ډېره سختۍ سره نورو روغتيايي مرکزونو ته انتقالوي، چي ډېر وخت امېندواره ميرمني د لارې په اوږدو کي د ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
په ورته وخت کي د غزني ولايت د عامي روغتيا رياست مسؤلين د ناوې او اجرستان ولسواليو د اوسېدونکو شکايت مني او زیاتوي چي د عامي روغتيا رياست هڅه کوي، ترڅو ددوی روغتيايي ستونزو ته حل لاره پيدا کړي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *