د غزني ولايت د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي تېره شپه شاوخوا لس بجې د کندهار ـ کابل پر لويه لاره د غزني ولایت د مرکز اړوند د روضې د کوتل په سيمه کي يو ۵۸۰ مسافر وړونکی بس د ټېلر سره ټکر سوی.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په دغه پېښه کي دوه کسان وژل سوي او ۲۹ نور ټپيان دي.
خبرپاڼه ليکي، چي دغه ترافيکي پېښه د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځ ته سوې ده.