د غزني څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي

د غزني څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د غزني ښار په قلعه جوز سيمه کي د ط..البانو او ولسي خلګو ترمنځ د ځمکي پر سره شخړه کي د ښاروالۍ د بيلدوزر يو چلوونکی وژل سوی دئ.
سرچینې وايي، ځايي خلګو د هغو ځمکو د بېرته نیولو پر وړاندي مقاومت کړی، چي د ط..البانو له لوري امارتي تثبیت سوې وه او د کمېسیون غړي ئې په ډبر ويشتلي دي.
په ورته وخت کي د‌ غزني ولايت ط..البانو هم ياده پېښه منلې ده او په خبره ئې چي د ولسي خلګو او ط..البانو ترمنځ د ځمکي پر سر شخړه رامنځ ته سوې وه.