د‌ غزني څخه ځایي سرچينو د يکشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي

د‌ غزني څخه ځایي سرچينو د يکشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت په مرکز کي د راکټ د يوې زړې سرګلولې د چاودني له امله شپږو کوچنيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سرچينې په وينا چي په دغه چاودنه کي درې کوچنيان وژل سوي او درې نور ټپيان دي.
سرچينه زياتوي، چي دغو ماشومانو په دغه سرګلولې لوبي کولې چي چاودنه ئې پر کړې او دغه مرګ ژوبله ئې اړولې ده.

په ورته وخت کي د غزني ولايت ط..البانو هم دغه پېښه منلې ده او په خبره ئې چي د راکټ دغه سرګلوله د تېرو جګړو څخه په ياده سيمه کي پاته سوې وه.