د غزې د روغتیا وزارت وايي، په شمال کي پر یوه ودانۍ چي بېځایه سویو کډوالو پناه پکښي اخیستې وه، د اسراییلو په هوايي حمله کي د وژل سویو کسانو شمېر ۶۰ ته لوړ سوی دی

د روغتیا وزارت د ساحوي روغتونونو د څانګي مشر مروان الحماس یوې خبري غونډي ته وویل چي دا برید نن په بیت لاهیه شمالي سیمه کي وسو.
حماس زیاته کړه چي له برید وروسته ۱۷ کسان تراوسه ورک دي.
بیت لاهیه د اسراییل پولي ته نژدې سیمه ده چي اسراییلي پوځ له څه باندي درېیو اونیو راهیسي عملیات پکښي پیل کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *