د غورک ولسوالۍ اوسېدونکي د وچکالۍ له امله د دغي ولسوالۍ څخه کډه کېږي

د کندهار د غورک ولسوالۍ په کلیو کي له سختي وچکالۍ، د څښاک اوبو د نشتوالي، او د ژوند د اساسي اسانتیاوو د کمښت له امله ګڼ شمېر کورنۍ اړې سوي چي خپل پلرني ټاټوبی پرېږدي او نورو سیمو ته کډه سي. د سیمي اوسېدونکي وایي چي د ولسوالۍ وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي.
د غورک ولسوالۍ اوسېدونکي وایي چي پخوا په دغه ولسوالۍکي له اویا زیات کارېزونه فعال وو، چي له امله ئې هم کرنه آباده وه او هم د څښاک اوبو ستونزه نه وه. خو د کلونو راهیسي دا کارېزونه وچ سوي او اوس خلک اړ دي چي د ډېري لېري فاصلې څخه اوبه راوړي.
ددې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چي په غورک کي د ‎ چالاک په نوم یو بند سته، چي جوړول ئې ددې ولسوالۍ بڼه او د خلګو ژوند ور بدلولای سي. د هغوی په خبره چي تراوسه پوري نه دولت او نه هم نورو خيريه ادارو د دغه بند د جوړولو له پاره اقدام کړی، ترڅو د دغي سمي د خلګو ژوند هوسا سي.
دغه راز د غورک ولسوالۍ اوسېدونکي نه یوازي له وچکالۍ څخه کړیږي، بلکي د روغتیا، تعلیم، مخابراتو، ټرانسپورټ او دې ته ورته نورو اړينو خدماتو د زياتېدو غوښتنه کوي.
د غورک ولسوالۍ خلګ له دولت، خیریه بنسټونو او نړۍوالو ادارو غواړي، چي د دوی ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي، هغوی وايي، چي د اوبو د بندونو جوړولو، ښوونځیو، روغتونونو او سړکونو رغولو ته دي لومړیتوب ورکړي، څو خلګ بېرته خپلو کلیو ته ستانه سي او په عادي ډول باندي خپل ژوند ته دوام ورکړي.