د غور څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي

د غور څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د دغه ولایت په مرکز فيروزکوه ښار کي نامعلومو وسله والو د تېر جمهوري نظام پرمهال د دغه ولايت د ملي امنيت د رياست مرستيال ويشتلی او وژلی دئ.
د سرچينې په وينا چي دغه پخوانی نظامي عبدالله رحيمي نومېږي، چي د جومات څخه د راوتلو پرمهال وسله والو ويشتلی او وژلی دئ.
بايد وويل سي، چي تر اوسه پوري د غور ولايت ط..البانو د‌ دغي پېښي په تړاو څه نه دي ويلي.