د غور ښاروال مولوي امین الله شریفي وایي، چي د فېروزکوه ښار په لومړۍ ناحیه کي د ښاروالۍ له لوري د ۵ میلیونه ۷۱۸ زره ۷۵۰ افغانیو په لګښت د ۴۵۰ متره په اوږدوالي او ۱۰ متره په سور سره د سلطان صلاح الدین ایوبي سړک د کانکرېټ کولو چاري پیل سوي دي.
نوموړي زیاته کړه چې په دغه پروژه کې ۶ پلګوټي، ۴۰۰ متره ویاله، او د ۴۴۵ متره په اوږدوالي استنادي دېوال هم جوړېږي.
باید وویل سي، چي په یادو پروژو کي د سیمي یو شمېر اوسېدونکو ته د ۴ میاشتو لپاره د کار زمینه هم برابره سوې ده.