د فارس خليج د اوبو د لاري د تنظيم ادارې اعلان کړی

د فارس خليج د اوبو د لاري د تنظيم ادارې اعلان کړی، چي د امريکا وروستيو بنديزونه به د دوی فعاليتونه ونه دروي او دغه اداره به خپلو چارو ته دوام ورکړي.
يادي ادارې د شنبې په ورځ په يوه اعلاميه کي ويلي، چي واشنګټن نه سي کولای د اقتصادي فشارونو له لاري پر هرمز تنګي واک ترلاسه کړي.
په اعلامیه کي ټينګار سوی چي د بنديزونو پرېکړه د دوی پر دريځ او فعاليتونو اغېز نه لري او دغه اداره به خپلي دندي د پخوا په څېر پر مخ بيايي.

اعلاميه زياتوي، د هغه هیواد له لوري بنديزونه چي مشرتابه ئې د سمندري زور ملاتړ کوي، د دوی له پاره د اندېښنې پر ځای د خپلو کړنو د اغېزمنتيا نښه ګڼل کېږي.
دا څرګندوني وروسته له هغه خپرې سوي، چي امريکا پر يادي ادارې تازه محدوديتونه ولګول.