د فارياب څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دوشنبې په ورځ د دغه ولايت په مرکز ميمنه ښار کي د يو پخواني سرتېري جسد پيدا سوی دئ.
د سرچينې په وينا چي دغه پخوانی نظامي صبغتالله نومېدی او اصلي د فاریاب ولایت د بندر ولسوالۍ د کرکری کلي اوسیدونکی و، چي جسد په مېمنه ښار کي پيدا سوی دئ.
د سرچينې په وينا چي صبغت الله لومړی وژل سوی او وروسته ئې جسد ټوټه ټوټه سوی دئ.
سرچينه دغه راز زياتوي، چي د دغي پېښي علت او عاملين تر اوسه پوري معلوم نه دي او ط..البانو ئې هم په اړه څه نه دي ويلي.
بايد وويل سي، چي په همدې ورځ په کندهار کي هم د درو ښځو جسدونه پيدا سوي وه، چي په مرموز ډول وژل سوي وې.