د فراشغان درې اوسيدونکي وايي چي په دغه سیمه کي د سړک نشتون د دوی لپاره سختي ستونزي جوړي کړي دي.

د لغمان ولایت د فراشغان درې اوسيدونکي وايي چي په دغه سیمه کي د سړک نشتون د دوی لپاره سختي ستونزي جوړي کړي دي. د دوی په خبره له یادي سيمي څخه د ولایت تر مرکز پوري د تګ لپاره لومړی باید ۲۰ کیلو متره پلی مزل وکړي. دوی له حکومته غواړي چي د یادې درې لپاره دي د سړک د رغیدو چاري پيل کړي.