د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي وه چي د پنجشنبې په شپه په دغه برید کي ۱۰ تنه وژل سوي دي.
د راپورونو له مخي، دغه کسان د ډزو پر مهال په سید پادشاه اغا زیارت کي په عبادت بوخت وو.
په افغانستان کي د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما د شنبې په ورځ دغه برید غندلی او پر طالبانو یې ږغ کړی چي په دې اړه هراړخیزه څېړنه وکړي.
یوناما له طالبانو دا هم غوښتي چي په راتلونکي کي د نورو بریدونو مخه ونیسي او ډاډ ترلاسه کړي چي پرګنې خوندي دي.