د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د ايران جګړې ته په اشاره ویلي، چي یوازي پوځي بمبارۍ د یوه هیواد سیاسي نظام نه سي بدلولای.
هغه زياتوي، چي د رژیم یا سیاسي نظام بدلون د هوايي بریدونو له لاري ممکن نه دئ او دا ډول تګلاره ښايي پایدارې پایلي ونه لري.
مکرون په خپلو څرګندونو کي زیاته کړې، که هدف د یو هیواد د بالستیک توغندیو وړتیاوي یا سمندري ځواک کمزوری کول وي، نو دا کار د څو اونیو په موده کي ترسره کېدای سي.
د فرانسې ولسمشر همداراز ټینګار کړی، چي د سیمهییزو کړکېچونو حل باید د سیاسي او ډیپلوماتیکو لارو ولټول سي، ځکه یوازي پوځي فشار تل د اوږدمهاله ثبات ضمانت نه سي کولای.