د فېمینیسټ اکثریت بنسټ وايي، په افغانستان کي د روغتیايي اسانتیاوو کمښت او پر ښځو لګېدلو محدودیتونو د مېندو او ماشومانو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړی دئ.
د یاد بنسټ د راپور له مخي، هره ورځ ۲۴ مېندي او ۱۶۷ ماشومان د هغو ناروغیو او ستونزو له امله مري چي د مناسبې روغتیايي پاملرني په شتون کي ئې مخنیوی کېدای سي.
راپور زیاتوي، چي په ۲۰۲۵ کال کي د مرستو د کمېدو له امله لږ تر لږه ۴۲۲ روغتیايي مرکزونه تړل سوي، چي له امله ئې نژدې درې میلیونه کسان له طبي خدمتونو بېبرخي سوي دي.
د راپور پر بنسټ، شاوخوا ۱۴.۵ میلیونه وګړي په ۲۱ زره او ۵۷۰ کلیو کي لومړنیو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري. همداراز د نجونو پر زدهکړو محدودیتونو د ښځینه ډاکټرانو، قابلو او روغتیاپالو د روزني بهیر هم اغېزمن کړی او د روغتیايي پرسونل د کمښت اندېښنې ئې زیاتي کړي دي.