د قدرت الله درمل په نوم د ټولنيزو رسنيو يو فعال ويلي، چي ط..البانو اته مياشتي د خلګو د ستونزو د نشرولو له امله زنداني کړی و.
هغه پر خپله فېسبوک پاڼه باندي هغه سکرين شاټونه هم نشر کړي، چي په وينا ئې ط..البانو د يادو ليکنو په اساس زنداني کړی و.
درمل پر خپله پاڼه باندي په هيواد کي د فقر، بېکارۍ، د نجونو د زده کړو او دې ته ورته نورو موضوعاتو په اړه ليکني کړي وې او د ط..البانو څخه ئې د اصلاح غوښتنه کړې وه.
هغه ويلي، چي د خپلو افغانانو د مشروع حق په اړه ئې ليکني کړي وې، چي د ط..البانو له خوا نيول سوی او ادعا کوي، چي اته مياشتي ئې زنداني کړی و.