د قزاقستان د حکومت یو لوړپوړي چارواکي ویلي، هیواد ئې چمتو دئ، چي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو او اختلافاتو د حل په برخه کي د منځګړي رول ترسره کړي، خو دا کار به یوازي د دواړو لورو په رسمي غوښتنه ترسره کېږي.
د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د اقتصاد وزیر سریک ژومانګارین په وینا، قزاقستان د سیمهییزو شخړو د حل له پاره تل د ډیپلوماټیکو لارو او خبرو اترو ملاتړ کړی او باور لري چي ستونزي باید د تفاهم له لاري هواري سي.
په ورته وخت کي، د افغانستان د سولي له پاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هم پاکستان ته سپارښتنه کړې، چي له کابل سره د اړیکو د خرابېدو پر ځای مستقیمو خبرو ته لومړیتوب ورکړي.
نوموړي ویلي، افغان لوري د پاکستان له امنیتي اندېښنو سره د مقابلې له پاره بېلابېل وړاندیزونه وړاندي کړي او دا موضوعات د خبرو له لاري حل کېدای سي.