د قزاقستان سفیر د هیواد د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره تودیعي کتنه کړې ده

په کابل کې د قزاقستان جمهوریت سفیر علیم خان یسین ګیلدییف، د هیواد د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره تودیعي کتنه کړې ده.

د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخي؛ په دې کتنه کي امير خان متقي، په کابل کي د قزاقستان سفارت د کار دوام او په تېرو درېيو کلونو کي د افغانستان او قزاقستان د اړیکو پراختیا کي د سفیر رول ستایلی دی.

هغه د افغانستان او قزاقستان اړیکي نږدې بللي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر لا پراختیا یې ټینګار کړی.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، همدا رنګه په کابل کي د قزاقستان د سفیر ماموریت بریالی ياد کړی او په راتلونکي ماموریت کي يې ورته د بریا هیله څرګنده کړې ده.

دغه راز علیم خان یسین ګلدییف ویلي چي د ماموریت په موده کي يې په قزاقستان کي د ممنوعه ډلو له لیست څخه د «طالبانو غورځنګ» لیري کېدل او په آستانه کي د افغانستان د شارژدافیر منل، دوه مهم سیاسي پرمختګونه وو.