د قزاقستان ولسمشر اعلان کړی چي طالبان یې د ترهګریزو ډلو له تور نوملړه ایستلي دي

روسي رسنیو خبر ورکړی، چي قزاقستان د ا.ا نوم د هغو سازمانونو له لیسته ایستلی، چي په دغه هیواد کي یې فعالیتونه منع دي.
د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارټ توقایف د دغه کار لامل له ا.ا سره د اقتصادي اړیکو پراختیا یاد کړی.
د قزاقستان ولسمشر دا پرېکړه په داسي حال کي کړې، چي د روسیې ستري محکمې د دغه هیواد ولسمشر ولادیمیر پوتین ته ویلي وه، چي کولای سي ا.ا د منع سویو سازمانونو له لیسته وباسي.