د قطر او ترکیې مشرانو په افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت پر جوړېدو او په افغانستان کې د ثبات پر ملاتړ ټینګار کړی

د قطر امیر تمیم بن حمد آل‌ثاني او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د دواړو هیوادونو ترمنځ د سټراتیژیکي عالي کمېټې د لسمي غونډي په پای کي په ګډه اعلامیه کي دا خبره کړې ده.

دغه غونډه د ترکیې په پلازمېنه انقره کي جوړه سوې وه، چي په هغه کي د افغانستان پر وضعیت هم خبري سوي دي.

د ګډې اعلامیې له‌مخي د قطر امیر او د ترکیې ولسمشر د افغانانو اساسي حقونو ته د درناوي پر اهمیت هم ټینګار کړی او له افغانستان سره یې د بشري مرستو د دوام غوښتنه کړې ده.

د اسلامي امارت چارواکو په پرله پسي ډول ویلي چي حکومت یې یو ټولشموله حکومت دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *