د قطر د نړیوالي همکارۍ وزیري د افغان ښځو د ملاتړ لپاره د ۷۵ میلیون ډالرو ژمنه کړې ده

د قطر د نړیوالي همکارۍ وزیري د افغان ښځو په اړه د ملګرو ملتونو په ځانګړې غونډه کي د پوهني او روغتیا په برخه کي د افغان ښځو د ملاتړ لپاره د ۷۵ میلیون ډالرو ژمنه کړې ده.

لولوه الخاطر تعلیم، په اقتصاد کي ګډون او د ښځو نوري ازادۍ د افغانستان د پرمختګ لپاره اړیني بللي دي.

د قطر د نړیوالو همکاریو په چارو کي د دولت وزیري د افغان د ښځو په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د غونډي په څنډه کي په خپله وینا کي د افغان ښځو د اساسي حقونو په اړه د خپل هیواد پر ژمنتیا ټینګار وکړ.

د قطر ۷۵ میلیون ډالري مرسته تعلیمي سکالرشیپونو، د تعلیمي پروګرامونو پیلولو او د روغتیايي څارنو برخو ته ځانګړې سوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *